کرکه ( نفرت )
لیکونکۍ : دکتورطاوس وردک لیکونکۍ : دکتورطاوس وردک


کرکه یا نفرت یوه داسې خرابه اصطلاح ده چې زموږ په ادبیاتو کې ډیره زیاته او همیشه نه استعمالیژي ځکه ډیره ثقیله دردیدونکې  طعنه داره کنج داره ، زاویه داره ، خواشینونکې  خبره ده او زیادتره هغو چا ته استعمالیژی چې دیوه چا ډیر بد ورنه راځي او یا دهغو قواره نه شي تحمل کولای یا د هغو قواره نه شي لیدلای ، نو ورته واېې ( د تا نه می کرکه کیژی ) یا از شما ( نفرت دارم ) چې دغه خبره یوازې د دوو یا څو نفرو تر منځ د یوه جنجال یا یوې موضوع په سر چې دهغو په سر جوړ جاړي ته ادامه ورکوي استعمالیژي ،او خورا ډیره پخوانۍ ، تاریخي نه پخلا کیدونکې دشمنی لري لکه موږ ېې چې د پنجابیانو سره لرو ، نو را ځم دلته چې ولې ما دغه اصطلاح نن دیوه مضمون په چوکاټ کې و ټاکله چې تاسې قدرمنو هیواد والو او خاصتا زموږ ځوان نسل - محصلینو او نورو تریخۍ ( تلخه )  لرونکي افغانان  ورباندې وپوهوم او دوی ورته متوجه کړم چې نن سبا ددغو کلمې د استعمال وخت را رسیدلای دی ، تاسې پوهیژۍ چې ۳۵ کاله زموږ په خاوره د باروټو او ډول ډول مرمیو او راکټو او بمونو باران د مختلفو اشغالګرو قوتو له خوانه لکه (( روسانو - امریکا یانو - غربیانو - پاکستان - ایران - عربستان سعودی او نورو عربی دشمنو هیوادو - چین - ازبکستان تاجکستان - ترکمنستان )) له خوانه زموږ د مزدورو ، ډول ډول افغانانو په خواهش - دعوت - او غوشتنه تر سره شول او نن هم په شدت دوام لری ،خو په ډیر تاسف سره چې زموږ نیم بنده سیاست پوهانو یا د افغانستان د ننه یا د هیواده بهر یوه افغان د ریښتینو مبلیغینو او واقعی افغانانو وطن پرستانو په حیث زموږ بیسیواده - زموږ سیواد لرونکي محصلین او روشن فکران دغو اصطلاح ته چې همیشه زموږ ددشمنانو په ضد باید دغه اصطلاح کارول شوې وۍ نه پوهیژم ولې ونه کارول شوه ، یعنی یو اشغالګر مات شو بل اشغال ګر را غۍ - هغه اشغالګر هم په ګونډو شو بیا بل اشغالګر راغۍ یا نور په ډله ایزه ټوګه اشغالګران زموږ په خاوره - کور - کلي او شهرونو او بیا هیواد حاکمان شول او زموږ نه ېې کاملا دژوند کولو حق - د تنفس کولو حق - د کرزیدو را ګرزیدو حق - د خوړولو او څښلو حق - تګ او راتګ حق ، خلاصه زموږ ټول مدنی -اجتماعي  کلتوری - فرهنګي حقوق ېې غصب کړل ،ولې یو ځلې - یو وارې - یو وخت - یوه لحظه په ضمنی شکل یا علانا یا غایبا یا مخامخ موږ(( دشمن ته - یلغرګر ته - اشغالګر ته - مرتجع او خونخوار خاین او قاتل توپک سالار ته - غاصب - یا رشوت خواره - یا غله او یا تفرقه اچونکي ته )) و نه ویل چې زما ستا نه کرکه کیژي ( از شما نفرت دارم توف لعنت به جنس وقواره منحوس تان )،هره ورځ وینو چې دافغانستان ریس جمهور لکه مداری یا جمبورۍ د معاونینو په شمول دداسې هیوادو لکه ( پاکستان -ایران - عربستان ) پښو ته ورلویژي او زارۍ ورته کوي چې د خدای روی دی زموږ سره صلح وکړۍ او د صلحې په راوستلو سره زموږ مشکلات حل کړۍ او دا لا پریږده چې انګریزاو امریکا - روس - ترکې - عربانو ته زارۍ کوي چې د خدای روی دی ملابرادر را خوشۍ کړۍ - ملا برادر ولې نه خوشۍ کوۍ - او زارۍ کوۍ او طالب جانه - طالب جانه وروره ، او یو هم نه پوښتي چې دغه ملا برادر یا هغه بل ملا دشمن یا هغه بل ملامولوی نن څه کاره دی ؟؟ ایا څو نفره ورپسې روان دی - څومره قوت لري - او ته څه خبر ېې چې دغه به یوازنۍ سړۍ وي چې صلحه راوستلۍ شي ، په داسې حال کې چې تر ملا برادر نه ډیر نور محترم او صادق او پاک خلک په کابل کې درته ناست دی او هغه نه درغواړۍ او دهغو نه پوشتنه نه کوۍ او مشوره نه ورسره کوۍ لکه ( ملا متوکل اخوند - ملا ضعیف اخوند - ملا معتصم صاحب - اغاصاحب - مولوی بسم ا لله ) خو مقصد بل شۍ دی هر هغه څه چې کرزي ته امریکايي مشاور وای دده پلار بله خبره نه شي کولای او نه شې ویلای ، نو د کرزي په شادي بازیو او جادوګریو - او شیطانت ولې دغه ۱۲ کاله پوه نه شوۍ ، که کرزۍ یو وطن پرست انسان وو - که کرزۍ یو اصیل افغان وو او ده ته افغانی خاورې حیثیت د ناموس لرلو او پوهیدو چې واقعا امریکا درغلۍ کوي - زموږ استقلال او ارضي تمامیت ته وفاداره نه دی او نه غواړې په افغانستان کې صلح راشي لکه چې په خپله قندهاریان متل لرې (( هم ېېې  و ږږږږږږږږ و او هم ېې ورباندې پاک کړو)) ،که کرزۍ واقعا پاک افغان وو او رشتیا ېې ویل نو ولې ېې خپلې میرمنې ته د ویدیوکامره ور نه کړه چې نن شپه زما خبرې ثبت کړه او سبا ته دغه کسټ د( بې بي -بي سي - روسانو او الجزیرې)  تلویزینو ته ورکړه چې د امریکا په خیانتو او ډبل ګیم او فریب ټوله نړۍ خبره شي. 
خلک باید پوه شي چې امریکا کوم خطرناک یا خاینانه پلانونه د افغانستان په مورد لري تر څو  په دسته جمعی ډول ورته ووايي وزه مخ د ورک کړه پریږده چې موږ سیل یوسې خو د تاسې سرو( سرخها ) نه خو به ابدا خلاص شوو او په ډیر تاسف سره چې غربیانو خاصتا امریکا او انګریز قصدی د افغانستان خلک ( د کمونست او اخوانی او طالب ) په نامو د ایدیالوژیکي لحاظه او د (پشتون - تاجک - ازبک او هزاره ) په نامو د قومی لحاظه تقسیم او تفرقه پکې واچوله تر څو دوی دیره ښه اداره کړي( تقسیم کړه تفرقه واچوه او حکومت وکړه )  اول ېې وسله وال پوځ درباندې لوټ کړو یعنی خلع سلاح ېې کړو  - بیا ېې وطن پرست افسران د کمونست په نامه ( ډي ډي آر ) کړل ، بیا ېې تنظیمی - سمتی - مذهبی - اجیر سرباز در باندې تحمیل کړو چې تاسې هیڅ وخت بیا د مکلفیت دوره را ژوندۍ نه کړۍاو که دغه کار وکړۍ بیا به څوک عسکري نه کوي ، ځکه ۴۰۰۰۰۰ زره نفره بیکاره کیژي او دغو ته څوک کار او ډوډۍ ورکوي ، دا کارونه دوی قصدی در باندې وکړل ، او له همدی خاطره ېې یو دبرق لوی بند جوړ نه کړو حتی د کجکی بند ېې ترمیم نه کړو - یوه لویه فابریکه ېې جوړه نه کړه - څنګه هیوادونه په یوه ساعت کې اشغالولای شي لکه ( افغانستان - لیبیا - عراق ) وغیره ، او طالب نه شې وهلۍ یا پاکستان  په مخ نه شې وهلۍ ، هر څه کولای شي او کوي ېې لکه همدا نن چې تاسې مجبوروی چې امنیتی قرارداد ور سره امضا کړۍ ، دوی باید همیشه یو یا دوه خطرناګ ناسور زخمونه د تاسې په وجود کې نا علاجه وساتی چې همیشه مو واویلا ، چیغې او صلات پورته وې او مداوا یوازې ددوی په لاس کې وي ، اقلیتو ( ازبکو - هزاره ګانو ته ) وایی طالبان دا وارې دتاسې نه خپل انتقام اخلي ، او دوی ډاروي چې که قرارداد امضا نه کړۍ نو سبا ته موږ وزو ، او بیا نو طالبانو او پاکستان او ایران ته کونه ټینګه کړۍ ( واېې سر دسیند ته کړم - د --------- ته کړم کوم طرف ته ځې ) او داسې څوک نه شته چې ورته ووايي چې ( سر له سینه باسم او --------- در ننه باسم ) وزه دسرکوزې بچیه  نور د قواره نه شم لیدلای او نفرت در نه لرم ،وطندارانو تاسې فکر وکړۍ پاکستان یوځلې بیا د انګریزانو په مشوره کرزۍ تر فشار لاندې ونیوو چې د پرویز مشرف سره د د دیورند کرښه په سیم خاردار بندول قبوله نه کړه نو دا وارې ته زما ( نواز شریف نه غواړې چې دصلحې په راوستلو کې زموږ سره مرسته وکړه ) او ( نواز شریف ) وايي په دواړو سترګو را ځه ددیورند لاین کنترول کړو چې یوې خوا ته هم دشمنان تیر نه شي ؟؟؟ وطندارانو د همدې نواز شریف په خوله ېې  په مجاهدینو د افغانستان وسله وال پوځ ختم کړو( مضمحل ) ېې کړو او اوس کرزی ته وایی ددیورند لاین باید تر همیشني کنترول لاندې راوستل شي چې نور طالبان او د افغانستان دشمنان افغانستان ته تیر نه شي دا یو فریب او بل نیرنګ دی کله چې د کنترول مساله قبوله شوه نو معلومداره خبره ده چې په دې خط د پنجابیانو عسکرځای په ځای کیژي چې ګویا دغه سرحد نور رسمی شوو ، په داسې حال کې چې زموږ ( پارلمان - زموږ دغه مشورتی جرګه او زموږ خلک او سیاسی احزاب باید سره غونډ شي ) او فیصله وکړي چې انګریزه تا په کوم حق او په څه د دیورند سند پاکستان ته ورکړو او پاکستان هغه وخت چې دغه خط میرتیمور دیورند د عبدالرحمان خان سره امضا کولو د نړۍ په سیاسي نقشه کی نه وو هلته یوازې هند برتانوي وو ( هیڅوک حق نه لري د افغانستان یوه لویشت خاوره پنجابی ته ) ورکړي ،؟؟؟؟؟ بله مهمه خبره د انتخاباتو په مورد کې ده چې د مسکین یار او نور افغانی امریکایی تلویزیونونه تبلیغ کوي او د انتخاباتو د کمیسیون ویاند هم وایی چې موږ کوشش کوو چې محاجرینو ته په پاکستان او ایران او اورپاکې زمینه برابره کړو چې په رایه ورکولو کې ګډون وکړي چې دغه کار بیا د پاکستان او ایران د نماینده او ګوډاګي په نفع دی او زما په عقیده چې په دغو هیوادو کې یوه محاجر ته حق د رای ګیرۍ ور نه کړل شي دلته بیرته د کرزي په شان د پاکستان او ایران مزدوران انتخابیژي توطیو ته ښه متوجه اوسۍ ،امریکا کرزی ته وویل چې زلمۍ رسول کاندید کړۍ چې هم پاکستان خوشحاله شي او هم امریکا ، ځکه دغه هم یو امریکاۍۍ دی او په دې ډول ېې فرمایش ورکړو چې ( هم لعل به دست اید هم دل یار نه رنجد ) زلمۍ رسول باید ریس جمهور شي ( خلکو - اې خلکو ) یو ځلې په زغرده او په جرات سره او لوړ اواز پاکستان او انګریزاو کرزي ته ووایاست چې مخ مو ورک شه نه موشم لیدلای موږ افغانان د تاسې توطیه ګرانو په توطیو ډیر ښه پوهیژو نو ډیره کرکه او نفرت در نه لرو ورک شۍ بوینو کونیانو .    





November 3rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي